افغانستانخبرونه

ناروې له طالبانو سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام خبر ورکړی

( کابل ټيليګراف (کب ۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي په چین کې د طالبانو له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له طالبانو خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

په چین کې د طالبانو سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په دغه هېواد کې د دوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې هیواد له ځانګړي استازي ښاغلي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هیواد له سفیر  ویبجورن ډایسویک سره په بیجینګ کې وکتل.

اعلامیه کې راغلي، کریمي ‎ د افغانستان په اړه د ناروې رول مثبت یاد کړ.

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي ښاغلي پل کلومن وویل: «موږ تل هڅه کړې، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره نژدې شي او هغه ننگونې او ستونزې حل کړو، چې په دې لار کې خنډ ګرزیدلې دي.»

هغه ویلي، هېواد یې ‎له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، د کوکنارو کښت بزګرانو ته د بدیلو پروژو، له بې وزلو سره د بشري مرستو او نورو بیلابیلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوي.