
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېره سلواغه میاشت کې یې د هېواد په کچه ۲۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت د ۷۵ وېش څانګو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغه میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۸ زره او ۵۴۰، په کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، په هرات کې ۲۲ زره او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څهباندې ۱۰ زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.