افغانستانخبرونه

طالبانو له ازبکستاني چارواکو سره د بانکي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رئیس د ازبکستان د مرکزي بانک له مشر سره په لېدنه کې د بانکي لیږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او  د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس ښاغلي تیمور اشمتوف سره لیدلي.

د یاد بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لیږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارونې او د اداینزو سیستمونو د نښلونې او پراختیا په اړه مفصل بحثونه وکړل.

نور احمد آغا ویلي  چې د ازبکستان هېواد سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي. هغه ویلي،  د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د بانکي سکتور په برخه کې رغنډه اړیکې ولري او په دې وسیله د افغانستان د بانکي سکتور په برخه کې په ملي او نړیواله کچه اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک رئیس تیمور اشمتوف هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.