
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ، د طالبانو لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله
هغه وویل چې د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یوشمېر ادارو له مسوولینو سره وکتل او په دې لیدنو کتنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.
ده زیاته کړه، د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې قرارداد په ۲۵۲میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته ازبیکستان دا قرارداد ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.
ملا برادر وویل، له ازبیکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په اړه وویل، دوی له ازبیکستان سره موافقې ته رسېدلي چې په راتلونکي کال کې به ددغې برېښنا کچه زیاته او تعرفه به یې کمه شي.