افغانستانخبرونه

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د اورښتونو وړاندوینه شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختې واورې او اورښتونو د وریدو وړاندوینه کړې ده.

دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویأي، سبا دوشنبه په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، سمنګان، میدان وردک، پکتیکا، غزني، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل شته.

دې ریاست د اټکل له مخې، د واورې اندازه به له ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې او د باران اندازه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

د طالبانو د هواپېژندنې ریاست همدارنګه د هېواد په شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو د لګیدو خبرداری هم ورکړی دی.

دوی ویلي، د دغه بادونو سرعت به د ساعت په حساب له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومترو پورې وي.