
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی دی چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو په موخه ژمن دي.
دې سازمان په خپلې اکس پاڼې لیکلي دي چې د خوړو کمښت یوازې یوه اړتیا نه ده، بلکې یو بنسټیز بشري حق ګڼل کېږي.
د نړیوال خوراکي پروګرام په ورته وخت کې خبرداری ورکړی دی چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولی ټولو اړمنو ته لاسرسی ولري، خو هڅه کوي چې «هېڅوک وږی ویده نشي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې به له ۲۲ میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.