افغانستانخبرونه

د تورخم لار د درېیمې ورځې لپاره هم تګ او راتګ لپاره تړلې ده

( کابل ټيليګراف (کب ۵مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د تورخم لاره د درېیمې ورځې هم د تګ او راتګ پر مخ تړلې ده او د خلاصېدو لپاره یې کره معلومات نشته دي.
ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او رتګ لپاره تړلې ده،
د تورخم لار د د شنبې ورځې راهېسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ او رتګ پر مخ تړل شوې ده، په تورخم کې د طالبانو چارواکو ویلي، پاکستان دغه کار طالبانو له لوري د ځینو تأسیساتو د جوړولو په غبرګون کې ترسره کړی دی.
په تورخم کې یوه باوري سرچېنه کابل ټیلیګراف ته وایي چې دغه لار نن د دورېیمې ورځې لپاره تړلې ده.
دی وایي چې تر اوسه له پاکستاني لوري سره دوه ناستې شوي او ټاکل شوې درېیمه هم نن ترسره شي خو تراوسه د لارې خلاصېدو د نېټې په اړه کره معلومات نشته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان په تورخم کې د لارې خلاصېدو ته انتظار باسي.