
( کابل ټيليګراف (کب ۶مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د کابینې د یوې پریکړې له مخې، هېواد ته د بې کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخنیوي په موخه د اړونده ادارو له مسوولینو، د اوبلن ګاززو او نفتي توکیو د سوداګرو او شرکتونو له مشرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب د لوی ریاست سرپرست مولوي شمسالدین شریعتی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ناسته کې سوداګرو د بې کیفیته تېلو او نفتي توکیو د وارداتو د مخنیوي په موخه یې د د طالبانو له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک هم د په بازارونو کې د بې کیفیته تیلو له واردلو څخه سرټکوي او د طالبانو سټنډرډ اداره هم ورځ بې کیفیته تیل ایران ته بېرته مسترد کوي.