
( کابل ټيليګراف (کب ۶مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته له هغې چې د فلسطيني مقاومت د حماس وسله والې ډلې تور پورې کړې چې اسرائیل د اوربند له شرايطو سر غړونه کوي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګوتڅنډنه وکړه چې هېواد يې له حماس سره د جګړې بیا پیل ته چمتوالی لري.
نتنیاهو پرون د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه تل ابیب کې د نويو پوځي افسرانو په فراغت غونډه کې وويل چې دوی جګړې ته له هرې لارې چمتو دي.
هغه وويل: «هر وخت چمتو يو چې له هرې لارې جګړې ته شدت او پراختيا ورکړو، په غزه کې مو د حماس ډېر ځواکونه له منځه وړي دي.خو دې کې هېڅ شک نشته چې جګړه به په حقیقت بدلوو هغه که د خبرو له لارې وي او که د نورو لارو.»
هغه وويل، حماس به نور په غزه باندې واک ونه لري او له دغې خبرې د امریکا ولسمشر هم ملاتړ کوي.