افغانستانخبرونه

جاپان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ملاتړ تړون لاسلیک کړ

( کابل ټيليګراف (کب ۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د جاپان او یو اېن اېچ سي آر ترمنځ د افغان کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو د ملاتړ په موخه د ۶ میلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېساري (UNHCR) لیکلي، دا تړون افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو، داخلي بې ځایه شویو کسانو او د هغوی د کوربه ټولنو د معیشت د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ځانګړي دي.

یادو کورنیو سره د ورېښمو او غالۍ اوبدلو تولید، د شنو خونو جوړول او د شیدو محصولاتو پراختیا هغه فعالیتونه دي چې د دې تړون په ترڅ کې به یې ملاتړ وشي.