خبرونهنړۍ

اروپايي ټولنې په سوریې لګول شوي بندیزونه وځنډول

( کابل ټيليګراف (کب ۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د اروپايي ټولنې شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې اعلان وکړ، چې د بانکدارۍ، انرژۍ او ترانسپورټ برخه کې یې په سوریه لګول شوي بندیزونه وځنډول.

د دغه پرېکړې وروسته به د سوریې صنعتي بانک، مردمي کریډیټ بانک، سپما بانک، کرنیز تعاوني بانک او د سوریې عرب هوايي شرکت به د بندیزونو له لیست څخه لرې شي، او د سوریې مرکزي بانک ته به د بودیجې او اقتصادي سرچینو برابرولو اجازه ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې بندیزونه په سوریه باندې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته د مۍ  ۲۰۱۱ کې لګولي وو.