افغانستانخبرونه

افغانستان څخه ۱۵ میاشتو کې ۳ میلیونه وګړي وتلي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د تېر کال د جنورۍ لسمې څخه د روان کال د مارچ تر پآیه نږدې ۴میلیونه او ۳۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي او له ۳میلیونو او۱۰۰ زرو زیات کسان له هېواده وتلي دي.

د دغه را پور له مخې؛ په یاده موده کې د دغه تګ راتګ زیاته برخه د ایران او پاکستان هېوادونو سره ترسره شوي او په یادو هېوادونو کې د کډوالۍ په پالیسو کې د بدلونونو له امله ډیری افغانان د فشار له امله افغانستان ته ستانه شوي.

په راپور کې راغلي چې زیات شمېر افغانان د بېکارۍ، ناامنیو او وسله والو جګړو له امله له هېواده وتلي او په ګاونډیو او غربي هېوادونو کې د ښه ژوند په لټه کې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان دغه راپور ښيي چې د افغانستان له پولو د خلکو تګ راتګ د ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاملونو له امله دوام لري.