
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ننګرهار کې سیمه ییز طالبان وایي، د تورخم لویې لارې د پرانیستې په موخه له کابل څخه د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی تورخم ته سفر کوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، دغه پلاوی به په تورخم ښارګوټې کې د پاکستاني لورې سره د لارې د پرانیستلو په موخه مخامخ خبري وکړي.
دغه ریاست ندي ویلي، چې په یاد لوړ پوړي پلاوي کې به څوک وي، خو تر دې وړاندې د طالبانو د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ له پاکستاني لورې سره خبرې کړې وې، چې بې پایلې ته پای ته رسیدلې وې.
پاکستان له افغانستان څخه غواړي، چې د ډیورند فرضي کرښې ترڅنګ نوي تاسیسات جوړ نه کړي او هم مهاله باید طالبان د پاکستان لخوا د تاسیساتو جوړېدو مخنیوی هم ونه کړي، خو ویل کیږي، دا غوښتنه طالبانو رد کړې او له امله یې پاکستان دروازه تړلې.
د پاکستاني لوري دغه اقدام له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته سلګونه موټرې بند پاتي او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.