افغانستانخبرونه

طالبان: د پنجشیر له کانونو مو ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي

( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو دکانونو او پټرولیم ریاست وایي، د روان کال له پیل څخه تر دې دمه مو په دغه ولایت کې څه باندې شل میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو  د کانونو او پټرولیم رئیس محمد قاسم امیري وایي، دا عواید یې د زمرود او یاقوتو د پلور له حق الامتیاز، د ساختماني موادو او د کان کیندونکو لپاره د هویت کارتونو د وېش له لارې ترلاسه کړي دي.

هغه وایي، د سړې هوا له امله، د دې ولایت د ځینو کانونو د کیندنې چارې دریدلي دي.