
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان او د امریکا دفاع وزیر پیت هګسټ په واشنګټن کې لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بریالیتوب ورسته د سعودي عربستان د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه دا لومړنی سفر دی، چې د یاد هېواد دفاع وزیر یې امریکا ته ترسره کوي.
العربیه لیکلي چې دا سفر د سعودي عربستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو په موخه ترسره شوی.