افغانستانخبرونه

فاریاب کې د مدرسې دوه شاګردان د ګاز نیونې له امله مړه شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ په یوې دیني مدرسه کې دوه تنکي شاګردان د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

سرچینې وایي، دغه شاګردان احمدشاه او جان محمد نومېدل او د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي په دارالحفاظ کې شاګردان وو، چې د زغالو د ګاز نیونې له امله د همدې مدرسې په لیلیه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، له دغه کسانو سره یو بل شاګرد هم مسموم شوی وو، چې د هغه ژوند ژغورل شوی دی.

د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په مرکز کې هم دوه ځوانان د ګاز نیونې له امله مړه شوي وو.