افغانستانخبرونه

فراه کې سیلابونو له امله ۲۱ تنه مړه شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په فراه ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د اورښتونو له امله راوتلي سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي رئیس مولي محمد اسرائیل سیار وایي، د دغه ولایت په «قلعه‌کاه» ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې یو شمېر خلک، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل وو، د تفریح لپاره غره ته تللي وو، خو په ناڅآپي ډول د سېلاب د راتګ پر مهال په غره کې بند پاتې شول.

د را پورونو له مخې؛ په غره کې له یادو بند پاتې شویو کسانو څخه  ۲۱ کسان مړه  او ۶ نور ټپیان شول.