
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د بریتانیا د حکومت یوې وزیرې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندلی او له نړیوالو یې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د ښځو په اړه خپل ټول فرمانونه لغوه کړي.
د بریتانیا د پرمختګ وزیر اني لیسي ډوډز په یوه بحث کې ویلي: «مونږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو ډارونکی چلند غندو. طالبان باید خپل وحشیانه فرمانونه لغوه کړي او مونږ د ډله ییز فشار د ساتلو لپاره [طالبانو باندې] خپلو نړیوالو ملګرو سره خپل کار ته دوام ورکوو.»
هغې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د ګواښونو سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د انجونو پر زده کړو بندیز لګولی او دغه راز یې نور لسګونه فرمانونه هم وضع کړي چې د ښځو حقونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په وار وار نړیوالو د طالبانو دغه چلند غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه خپلو فرمانونو ته بیا کتنه وکړي.