
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
کابل کې د ترکیې سفارت په هېواد کې ورستیو سیلابځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده
له تېرې ورځې راهېسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه شوي او په ځینو کې یې سیلابونه هم راوتلي دي>
طالبانو ویلي، د غو سیلابونو له امله ۳۶ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
کابل کې د ترکیې سفارت پر خپل اېکس لیکلي، په سیلابونو کې د یادو کسانو د مړینې په اړه خواشیني څرګندوي.
ترکیې سفارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.