افغانستانخبرونه

طالبانو لغمان کې شپږ کسان په دُرو هلي

( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې یې شپږ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، شپږو کسانو ته د بېلا بېلو جرمونو له امله نن تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، په لغمان کې د طالبانو  د مرافعې محکمې رئيس عبدالکریم حقاني راغلو کسانو ته د تعزيراتو او حدودو په ارزښت هر اړخيزه وينا وکړه او زياته يې کړه، چې حدود او تعزيرات د ټولنې د اصلاح لپاره مهم اصل ګڼل کېږي.