افغانستانخبرونه

د سالنګ لویه لار یوځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لار یو ځل بیا د تېرې شپې راهېسې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سالنګونو لویه لاره، چې د هوا د وضعیت د نسبي ښه والي له امله د محدودو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې وه، هغو وسایطو ته د تګ اجازه ورکړل شوه چې د لویې لارې په دواړو خواوو کې منتظر وو.

هغه لیکلي، خو د واورې د بېرته ورېدو او طوفان له پیل سره، د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، دغه لاره د تېرې شپې ۷:۰۰ بجې بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

ده له خلکو غوښتي چې ترې بلې خبرتیا پر دغه لاره تګ او راتګ ونه کړي.