
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د وادي کرنیز شرکت وایي، د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۱۱ سوه د زیتون دانې حاصلات را ټول کړي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یاد شرکت له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یاد شرکت له دغه شمېر حاصلاتو له جملې څخه ۱۳۵ زره لېټره د زیتونو تیل او ۳۰ ټنه اچار تولید کړي او دا پروسه لا روانه هم ده.
د ننګرهار د کانال شرکت ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۳۱ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري، چې ۱۱ زره ۴۰۰ هکتاره یې د کانال اړوند فارمونه او پاتې یې شخصي ملکیتونه دي.