افغانستانخبرونه

د تورخم لویه لار د ۷مې ورځې لپاره هم تړل شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

را پورونه وایي، د پاکستان له لورې د تورخم لویه لار په اومه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او دواړو خواو ته د مسافرو او ناروغانو ترڅنګ شاوخوا ۴ زره باور وړونکې لارۍ د اوښتو په موخه ولاړې دي.

د پاکستان د ګمرګ مسؤلینو د نوم نه ښودلو په شرط دوه ورځې وړاندې ویلي وو، د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. 

د دغه لارې د تړل کېدو له امله د طالبانو مرکزي ادارې تر اوسه هیڅ ډول څرګندونې نه دي کړي، خو د ننګرهار مسؤلینو دوه ځله د سیمه ییزو او مرکزي پلاوو د لیدنې خبر ورکړی دی.