
( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د حکومت پر ضد د اپوزیسیون ایتلافي جبهې مشرانو په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ د بیا راژوندي کولو لپاره د سیاسي ډلو ترمنځ یووالی غوښتی او یو ځل بیا یې په تازه ټاکنو د ټینګار غږ پورته کړی دی.
د اپوزیسیون ګوندونو دوه ورځنۍ غونډه چې د “د پاکستان د اساسي قانون دفاع غورځنګ” تر نامه لاندې په اسلامآباد ښار کې جوړه شوې وه، ترسره شوه.
دا اپوزیسیون جبهې د تحریک انصاف ګوند، د پاکستان عوامي ګوند، جمعیت علمای اسلام، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د وحدت مسلمین مجلس څخه جوړه ده، چې د تېر کال عمومي ټاکنو له ترسره کېدو راهیسې په ټاکنو کې د درغلۍ او د پاکستان د واکمن ګوند لخوا د اساسي قانون د نقض ادعا کوي.
د اپوزیسیون ایتلافي جبهې مشرانو د نن ورځې غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د سیاسي بېثباتۍ د حل لاره یوازې د اساسي قانون له روحیې او په هېواد کې د قانون د حاکمیت په پیروي کې ده.
دوي ادعا وکړه چې په ۲۰۲۴ کال عمومي ټاکنو کې ثابتې شوې سرغړونې د اوسني سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ لامل شوي دي او زیاته یې کړه، د هېواد اوسني پارلمانونه اخلاقي، سیاسي او حقوقي مشروعیت نه لري او ټولې قانوني اصلاحات د اساسي قانون له روحیې سره په ټکر کې دي.
د پاکستان اپوزیسیون مشرانو زیاته کړه چې د اوسني سیاسي کړکیچ څخه د وتلو یوازینۍ لار آزادې، عادلانه او رڼې ټاکنې دي او له همدې امله دوی د ټولو سیاسي ډلو څخه د یوې واحدې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت اپوزیسیون، په ځانګړې توګه د عمران خان په ګوند د وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې د پارونې تور لګولی او ټینګار کوي چې د حکومت مخالفین د هېواد د معیشت د بیا رغونې په لاره کې خنډونه جوړوي.
عمران خان او د هغه ګوند د ځان او د دې ګوند د نورو غړو پر وړاندې ټول قضايي او امنیتي دوسیې سیاسي بولي او واکمنان د مخالفینو څخه د انتقام اخیستو په تور تورنوي.
عمران خان، چې د ۱۳۹۷ منځنۍ مودې څخه د ۱۴۰۱ کال تر وري میاشتې پورې د لومړي وزیر څوکۍ په لاس کې درلوده، د ۱۴۰۲ کال له دوبي راهیسې د مالي فساد، سیاسي او امنیتي دوسیو په اړوندو تورونو له امله په زندان کې دی.