
( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د را پورونو له مخې؛ د سوریې پلازمینې دمشق څخه لرې د یوه پوځي هوایي ډګر په اوه ډله ییزو قبرونو کې شاوخوا د زر تنو جسدونه موندل شوي دي.
د دغه را پورونو له مخې؛ د میزه په پوځي هوایي ډګر کې د عیني شاهدانو، سپوږمکۍ عکسونو په کارولو سره د قبرونو ځایونه موندل شوي دي.
یوه پوځي چارواکي ابوبکر رویټرز ته ویلي چې د بشرالاسد د حکومت له پرځېدو وروسته شاوخوا ۱۰۰زره بندیانو ونشوای کړای چې له بندخونو راووځي.
دغه ډلهییز قبرونه پنجشنبه، فبرورۍ ۲۷مه د دمشق په یوه پوځي هوايي ډګر کې موندل شوي دي. دې ډلهییزو قبرونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو جسدونه پیدا شوي.