
( کابل ټيليګراف (کب۱۰– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د بلوچستان مرکز کوټه ښار کې نن ماسپښین د پولیسو په موټر د چاونې له امله د درې پولیسو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي.
که څه هم پاکستاني پولیسو د دغه پېښې په اړه تر اوسه څه ندي ویلي، خو عیني شاهدان وایي، د دغه چاودنې موخه پاکستاني پولیس وو، چې په کې ۳ پولیس او ۶ عام خلک ټپيان شوي دي.
ویل کیږي، د پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د دوو تنو روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له امله شاوخوا ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.