افغانستانخبرونه

طالبانو له ازبکستان سره د حيرتان اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څار قرارداد په غځولو هوکړه کړې

کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، له ازبکستان سره یې د حيرتان اوسپنې پټلۍ ساتنې، څار او ګټې‌اخېستنې قرارداد په غځولو هوکړه کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اوونۍ د دغه وزارت تخنیکي پلاوي اوزبيکستان هيواد ته د حيرتان بندر اړوند د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

سرچېنې لیکلي، ياد تخنيکي پلاوي د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره مفصل او بريالي مذاکرات ترسره کړل چې د دوه اړخیزې همکارۍ په پايله کې د حيرتان له اوسپنيزې کرښې د ګټې اخيستنې قرارداد پر غځولو موافقه وشوه.

دا پټلۍ افغانستان ته د وارداتو او صادراتو لپاره یو مهم سوداګریز دهلیز دی، چې د حیرتان بندر له لارې له ازبکستان سره نښلول کېږي.

د دې تړون د تمدید معنا دا ده چې ازبکستان به لا هم د پټلۍ د مدیریت، ساتنې، او فعالیت مسؤلیت ولري، او افغانستان به یې د ترانزیټ لپاره کاروي.