افغانستانخبرونه

غزني کې ترافیکي پېښه؛ درې تنه مړه او درې نور ټپیان دي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د مقر ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوو وړو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ شوې ده.

دی وایي چې په دغه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

هغه وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.