افغانستانخبرونه

ایران کې ترافیکې پېښې له امله ۱۴ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد د زاهدان ښار په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو لیږدونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د زاهدان ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي مدیر ویلي، دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې وه او ټپيان یې د درملنې په موخه روغتون ته لیږدولي دي.

څو ورځې وړاندې هم ایران کې د یوې ترافیکي پېښې به ترڅ کې ۸ افغانان ټپيان شوي وو.