خبرونهنړۍ

پاکستان: د تورخم لاره د طالبانو د یوه اړخیز اقدام له امله تړل شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تورخم لویه لاره د طالبانو د یوه اړخیز اقدام له امله د تېرو اته ورځو راهیسې تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان وایي، طالبانو غوښتل چې په پاکستان کې پوسته جوړه کړي او له همدې امله یاد اقدام ترسره شوی، چې په ترڅ کې سوداګرو او خلکو ته په پراخه کچه زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز تعامل نه دی ځنډیدلی او د سرحدي ستونزو د حل لپاره د حکومت همکاري دوام لري.

په ورته وخت کې نوموړي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، دا اندیښنې یې په نړیواله کچه او د طالبانو له چارواکو سره په خبرو اترو کې راپورته کړې دي.

خو طالبانو په ځلونو د پاکستان یادې ادعاګانې بې بنسټه بللې او ټینګار یې کړی، چې دوی دې د خپلې خاورې امنیت ساتلو مسؤلیت ترسره کړي.