
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
سرچینې وایي، د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې تېره ورځ د غر ښویېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني ویلي، دغه پېښه د ګیزاب ولسوالۍ په سرموري کلې کې رامنځته شوې او په قربانیانو کې ماشومان او میرمنې شاملي دي.
په ورته وخت کې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز او پټان ترمنځ غځیدلې لویه لار هم د غر ښویدنې له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.