
کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د تورخم لار د نهمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده او تر اوسه په دې اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناستو پایله نه ده ورکړې.
تورخم دروازه چې له تېرو نهو ورځو راهېسې پاکستاني اړخ په سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون تړل شوې چې مسافرو او سوداګرو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
تر اوسه څلور د طالبانو او پاکستان چارواکو څلور بېلابېلو ناستې شوي خو لا هم لاره نه ده خلاصه شوې.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې پاکستان لوري او طالبان لوری بېلابېل غوښتني لري او تر اوسه نه دي سلا شوي.
سرچېنه زیاتوي چې د نهو ورځو په تېرېدو لا هم دغه لار د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ګڼ ناروغان او مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او له دغې لارې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.
د پاکستان د ګمرګ مسؤلینو د نوم نه ښودلو په شرط دوه ورځې وړاندې ویلي وو، د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.