
کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په اسلاماباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، له زیلینسکي سره د ټرمپ چلند هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستي زړه تړي ښه د عبرت درس دی.
وړمه ورځ د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوه، زېلېنسکي ویلي له پوتین سره باید هېڅ «جوړجاړی» ونه شي، خو ټرمپ ویلي چې اوکراین دې یا هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
په اسلاماباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، زيلينسكي د امریکا د ګټولپاره خپل جنت غوندې، غني او مختللی هیواد دجنګ په لوخړو کنډ کپر او دهغوی خیرات ته محتاجه کړ، نن یې نتیجه دا شوه چې دسپیني ماڼی څخه حقیر او ورټل شو.
هغه لیکلي چې دغه واقعه هغو کسانوته چې د امریکا په دوستی زړه تړي ښه دعبرت درس دی.
ضعیف سره له دې چې د چا نوم نه دی یاد کړی خو اشاره یې هغو نورو طالبانو چارواکو ده چې ځانونه د امریکا پورې تړلي ښیي.
هغه اوس مهال په کابل کې ژوند کوي، رسمي دنده نه لري او له څرګندونو او فعالیتونو یې ښکاري چې طالبانو له اوسنیو کړنو ناراضه او خفه ده.