
( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په یو جنجالي بیان کې پوځ په دغه هېواد کې د نا امنۍ اصلي لامل وبلل.
مولانا فضل الرحمن د اسلام آباد حکومت پر امنیتي پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل: “پاکستان باید د افغانستان سرپرست حکومت د نا امنۍ ذمه وار ونه ګڼي.”
هغه په دوام کې وویل چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو بنسټ د دې هېواد د پوځ لخوا اېښودل شوی او له دوی څخه باید وپوښتل شي چې دا وضعیت ولې رامینځته شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره، اړتیا ده چې په اوسني چلند کې بیاکتنه وشي او د ستونزو رېښې له نږدې وڅیړل شي.
له دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي وو چې فضل الرحمن باید د پاکستان د امنیتي ادارو او پوځ پر وړاندې له تورونو لګولو ډډه وکړي.