افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د غځیدو احتمال

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

ملګرو ملتونو ویلي دي چې احتمال لري په افغانستان کې د دې سازمان ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شي.

د دغه سازمان امنیت شورا په یو راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو د امکان خبر ورکړی.

ټاکل شوې د یوناما روان ماموریت د مارچ په اوولسمه نیټه پاې ته ورسيږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بشري بحرانونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې افغانستان په نړۍ کې له یو ډیر ستر بشري بحران سره مخ دی.