
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان ځانګړي اماني صندوق مسؤلینو خبر ورکړی چې ډنمارک دې صندوق ته ۵۰ میلیونه ډنمارکي کرون، چې د ۶.۹ میلیونه ډالرو معادل دی، مرسته کړې ده.
د افغانستان ځانګړي اماني صندوق نن سېشنبه (د حوت ۱۴مه) خپلې ایکس پاڼې کې د ډنمارک له دې مرستې مننه کړې او لیکلي یې دا مرسته د افغانانو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په هېواد کې د نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري