
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په ارزوګان ولایت کې د طالبانو سیمهییز مسوولین وایي چې په ترینکوټ ښار کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو ښار ګوټی جوړوي.
په ارزګان کې د طالبانو د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښارګوټي د ترینکوټ ښار په څاهګي سیمه کې جوړیږي.
خبرپاڼه له مخې، د دغه ښار ګوټي لپاره ۱۸۲۶ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهېسې پاکستان په دغه هېواد کې څه باندې یو لک غیرقانوني کډوالو را باسي او اوس مهال بېلابېلو ولایتونو کې خپلو سیمو ته تللي چې د کور نشتون او له نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.