افغانستانخبرونه

خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډه يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

دغه چاودنه تېره ماښام د روژه ماتې پر مهال شوې ده.

د چارواکو په وینا، چاودنې ډېرې زورورې وې چې له کبله يې په شاوخوا سیمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې شوې او ملکي وګړو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاوڼۍ دننه کړي. داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې امنیتي ځواکونو ځینې بریدګر چاوڼۍ ته د ننوتلو پر مهال په ډزو ويشتلي دي.