افغانستانخبرونهنړۍ

د پاکستان استخباراتو د امریکا د معلوماتو پر بنسټ يو داعش قوماندان نيولی

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال 

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد استخباراتي ادارې ISI د امریکا د استخباراتي ادارې CIA د معلوماتو پر بنسټ باندې د داعش يو لوړ پوړی قوماندان نيولی دی.

د محمد شریف الله په نوم دا داعش قوماندان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه نيول شوی دی.

پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۲۱ کال کې يې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی برید پلان کړی و، په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او ۱۷۰ افغان وګړي وژل شوي وو.

د رسنيو د رپوټونو له مخې، محمد شریف الله د داعش له هغو رهبرانو څخه دی چې په دوامداره توګه يې د ترهګرۍ بریدونه پلان کړي دي او د دعش په لیکو کې هغه د جعفر په نوم هم مشهور دی.

د پاکستان استخباراتي ادارو دا شخص نيولی او ټاکل شوې چې همدا اوونۍ يې امریکا ته وسپاري او هلته ولېږدول شي.