ځانګړي برخهراپورونه

 د ایران د بشري حقونو سازمان: په تېرو دوو میاشتو کې ایران کې ۱۵ افغانان اعدام شوي

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال 

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان چې په ناروې کې مېشت دی په يو نوي راپور کې ويلي چې د ایران حکومت په تېرو دوو میاشتو کې ۱۵ افغان وګړي اعدام کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه افغان وګړي د ایران په قزل حصار کرج، د بندر عباس مرکزي زندان، د ګرګان مرکزي زندان، د اصفهان مرکزي زندان او د برو جرد مرکزي زندان کې په دار ځړول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په درې کلنه دوره کې په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان وايي، يوازې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغانان په دار ځړول شوي دي.

له طالبانو سره له هوکړې د ایران سرغړونه

ایران په خپل هېواد کې د افغانانو د اعدام لړۍ داسې مهال توده ساتلې چې څه موده وړاندې د ايران او افغان طالبانو ترمنځ يوه هوکړه وشوه چې ایران به د افغانانو د اعدامولو پر ځای هغوی د طالبانو حکومت ته سپاري او دغه بندیان به د بند پاتې موده په افغانستان کې تېروي.

څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل رسنيو ته ويلي و چې د تېر کال د می په میاشت کې ۲۰۰ هغه افغان بندیان چې په اعدام محکوم شوي وو، ایران دوی ته سپارلي دي.

هغه ويلي وو د طالبانو حکومت له ایران سره هوکړې ته رسېدلی چې دغو بندیانو باندې به د اعدام حکم نه تطبقېږي بلکې افغانستان ته به لېږدول کېږي.