
( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په کینیا هېواد کې میشت یوه افغان کډوال ویلي، په دغه هېواد کې افغان کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې ان کافي اوبو ته لاسرسی هم نلري.
د هغه په وینا، د کینیا په شمال تورکانا ښار کې د زرګونو میشتو کډوالو په منځ کې دوه سوه افغان اتباع هم شتون لري.
دغه کډوال زیاته کړې، چې افغان اتباع د ایران او قطر له لارې د سیاحتي ویزو په وسیله کینیا ته تللي او غوښتل یې له دې ځایه د کډوالۍ وړ هېوادونو ته لاړ شي، خو اوس په دې ځای کې بند پاتې دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغان ځوانان په بېلا بېلو لارو له افغانستان څخه د وتلو هڅې پیل کړي، چې د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.