افغانستانلوبې

له سریلانکا ماتې؛ افغان لوبډله له اسیا جام ووتله

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیاليو په لړ کې نن له سریلانکا لوبډلې سره سیالي ترسره کړه چې د شپږو وېکټو په توپير يې دا لوبه وبایلله.

د دغې لوبې په بایللو سره افغان لوبډله د اسیا له جام څخه هم بهر شوه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډمشر وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې يې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې او سیالې سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي بهترینه توپوهنه وکړه او په ۲۲ توپونو یې د ۶ سترو شپږیزو او درې څلوریزو پرمټ ۶۰ چټکې منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې وکولی شول چې یاد هدف په ۱۹م اوور کې د خپلو څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړي.

افغان لوبډلې په اسیا جام کې په خپل ګروپ کې درې لوبې وکړې چې يوازې یوه يې له هانګ کانګ لوبډلې وګټله او دوه لوبې (بنګله دېش او سریلانکا څخه) يې وبایللې.