
( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ننګرهار تورخم ښارګوټې څخه سرچینې وایي، د پاکستان له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې درې سیمه ییز خبریالان ټپيان شوي دي.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د شمشاد تلویزیون او حریت راډیو خبریالان او د پژواک خبري اژانس انځور اخیستونکی نن له غرمې مخکې تورخم ښارګوټې کې د هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې ټپيان شوي دي.
شمشاد خصوصي تلویزیون هم په دې نښته کې د خپل یوه خبریال ټپي کېدل تائید کړي دي.
طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو نن له غرمې مخکې د درېیم ځل لپاره له یو بل سره نښته پیل کړې ده.
دا نښتې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د تورخم سرحدي لاره د دولسمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده.