
( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د عدلیې وزارت او اف بي ای د مرکزي ودانیو په ګډون ۴۴۳ فدرالي ملکیتونه پلوري.
د ټرمپ حکومت پرون په دې اړه یو لیست خپور کړی او ویلي، چې دا ملکیتونه د حکومت د عملیاتو لپاره اړین او ګټور ندي.
د امریکا د عمومي خدماتو ادارې (GSA) لخوا خپور شوي لیست کې لیدل کیږي، چې دغه ودانیو کې مشهورې او نږدې په هر ایالات کې شتون لري، چې په دې ملکیتونو کې د محکمې ودانۍ، د دفترونو ودانۍ او د موټرو پارکینګ ځایونه هم شامل دي.
د حکومت د موثریت څانګې (DOGE) ادعا کړې چې تر اوسه یې ۱۰۵ میلیارده ډالر سپما کړي، چې یوه برخه یې د حکومتي ملکیتونو د کرایې تړونونو لغوه کولو له لارې ترلاسه شوې ده.
دا لا روښانه نه ده چې د امریکا د عمومي خدماتو ادارې په لیست کې څومره ودانۍ به په پای کې د پلور لپاره وړاندې شي، یا دا چې څه ډول قیمت به ترلاسه کړي.
د امریکا د عمومي خدماتو ادارې خپل مرکزي دفتر هم په دې لیست کې شامل دی.