
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۱۳۲ افغان کډوال یې له پاکستان څخه جرمني ته ولیږدول.
د یاد هېواد بیلد ورځپاڼې لیکلي چې د دغو کډوالو الوتکه پرون د برلین په هوایي ډګر کې کیناسته.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، په دغو کسانو کې یو یې د جرمني محلي کارکوونکی دی چې د خپلې کورنۍ پنځه غړي ورسره دی او پاتې نور د جرمني د نورو کډوالۍ پروګرامونو له لارې د افغان کډوالو په توګه منل شوي دي.
د جرمني چارواکو ویلي چې ۲۵ نور کسان په اسنادو کې د ستونزو له امله له الوتکې پاتې شوي دي.