
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
له سوریې څخه راپورونه ښيي چې دمشق میشتې ډلې پورې تړلو ځواکونو د یاد هېواد په سویل کې له یو شمیر وسله والو کسانو سره نښته کړې چې په پایله کې یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ویل کیږي چې دا نښته د سوریې په سویل کې د سویدا ولایت په الصنمین ښار کې شوې ده.
عصمت العبسي، چې په دمشق کې د دې ډلې د دفاع وزارت سلاکار دی وویل چې د دوی ځواکونه په السنمین ښار کې په دوو کورونو کې د وسله والو په محاصره کولو کې بریالي شول.
هغه ونه ویل چې دا وسله وال کسان په کومې ډلې پورې اړه لري.
په سوریه کې د محمد الجولاني ډلې له تاسیس او په دې هیواد کې د تسلط وروسته دا ډله ادعا کوي چې په سوریه کې د ټول هیواد ثبات رامینځته کولو اراده لري او په ټولو وسله والو ډلو غږ کوي چې د هیواد په دفاع وزارت کې شامل شي.