ملګرو ملتونو په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي چې طالبانو د افغان ښځو ژوند نور هم محدودی کړی.

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د ملګرو ملتونو سر منشي، انتونیو ګوتېریش چې په هرو دوه میاشتو کې یو ځل د امنیت شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي، په خپل تازه راپور کې یې چې نن خپور شوی د افغان ښځو په اړه بیا اندېښنه څرګنده کړې ده
په دې راپور کې د افغانستان د بشري حقوقو، مرستو، امنیت او د یوناما د ملاتړ اړوند مسایل راغلي دي.
په دې راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۲۴ کال اوسنیو چارواکو د ښځو په طبي زده کړو محدودیتونه لا زیات کړي دي همدا ډول په عامه ځایونو کې د هغوي ګرځیدل غیر له نارینه سرپرست منع دي او حتا په عامه ځایونو کې خپل غږ هم په سم ډول سره نشي پورته کولی او دوي یې له سخت فشار لاندې نیولي دي.
طالبانو بیا د دي راپور په اړه کوم غبرګون نه ښودلی خو پخوا یې ورته څرګندونو ته غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې ښځو ته د اسلامي چوکاټ په رڼا کې هر ډول حقوق ورکړل شوي چې بل هیڅ هیواد کې نشته
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د خپل راتګ سره سم ښځینه له دولتي دندو په کور کړئ، بیا یې د نوي طرحې د جوړولو په پار لومړی له ۶ ټولګي څخه پورته انجونو باندې بندیزونه ولګول ورپسې له پوهنتونونو هم منع کړئ او بیا یې په غیر دولتي موسیسو کې د کار کولو یو لړ بندیزونه پرې زیات کړل، همدارنګه یې د دوي سنګارتونونه هم وروتړل
د تېرکال په وروستیو کې یې د انجونو د زده کړو یوازینی هیله چې په طبي برخه کې نیمه لوړې زده کړئ وې چې هغه یې هم د یو فرمان په خپرولو سره بندې کړئ چې له سخت نړیوال او داخلي غبرګون سره مخ شو.
که څه هم د طالبانو هر فرمان ته چې د ښځینو د بندیزونو اړوند وي نړیوالو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونوغبرګونونه ښودلي دي او طالبان په جنستي توپیر تورن کړي دي خو طالبانو له زیات بهرنیو او داخلي غبرګونونو سره لا هم له خپلو اقداماتو نه دي لاس په سر شوي او له یې هم دریځ د لومړۍ ورځو په څير د ښځو په وړاندې نه دی بل کړی.
دوي لومړیو کې ویلي و چې د ښځو زده کړو ته ژمن دي، او په یوه طرحه کار روان دی تر څو یو ښه چاپیریال ورته رامنځته کړي، خو افغان انجونو طالبانو ملامتوي چې نږدې څلور کاله کیږي،چې په وړاندې یې د زده کړو دروازې تړلي دي، چې په خبره یې نه یې کومه نوې طرحه وړاندې کړه او نه یې څرک ښکاري چې همدې کړنې اندېښمنې کړي او سر له اوسه ورته خپل راتلونکی تیاره ښکاري.