خبرونهنړۍ

اروپا ته د ورسیي له لوري د شته ګواښ په اړه د مکرون اندېښنه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال 

فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون چې ملت ته یې په ملي تلویزیون خبرې کولې ویلي چې اروپا کې له خپلو متحدانو سره د فرانسې اټومي او دفاع پروګرام د غځولو لپاره بحث ته اماده دی.

مکرون دغه څرګندونې د اروپايي مشرانو له ناستې یوه ورځ مخکې کړي، هغه ناسته چې د اروپايي مشرانو له لوري د پوځي بودیجې پر زیاتوالي راټوله وه.

نوموړي ویلي چې یوازې اټومي پروګرام یې دوي خوندي او خپلواک ساتلی شي، هغه همدارنګه زیاته کړې چې فرانسه به خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي او ترڅنګ به یې د روسیې د پراخ یرغل په ترڅ کې به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي،مکرون همدا راز زیاته کړې چې د خپلو اروپایې متحدانو سره به د اروپا د ساتنې لپاره جدي بحث پیل کړي.

دغه بحثونه وروسته د اروپايي مشرانو په ځانګړي ډول د فرانسې جرمني او لندن ترمنځ پیل شو چې په سپینه ماڼې کې د ډونالډ ټرمپ او ولادي میر زېلینسکي ترمنځ سخت لفظي بحث رسنیز شو

اوس اروپایې هیوادونه په ویره کې دي تر څو امریکا د روسیې سره د نیویو اړیکو د جوړلو په پار د دوي امنیت ته ګواښ پیښ نه کړي.