
( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په نوشېره سیمه کې یو سړي خپله ۸۲ کلنه مور، یوه خور او ورور وژلي او وروسته له سیمې تښتیدلی دی.
پولیس وایي، دغه پېښه پرون د روژه ماتې څو شیبې مخکې د برېښنا لینونو پر سر د لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده، چې په ډزو یې مور، خور او ورور سخت ټپیان کړي وو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
ویل کیږي، د دې پېښې قاتل له سیمې تښتیدلی، خو د پولیسو له لورې د نیولو هڅې پیل شوي دي.