خبرونهنړۍ

پاکستان کې زر پوځیانو په ډله ییز ډول استعفاوې ورکړي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان مشهور خبریال ارشاد بهټي وایي، په دغه هېواد کې زر پوځیانو د خپلو دندو پرېښودو په موخه استعفاوې ورکړي.

نوموړي پخپل ایکس پاڼه لیکلي، دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا د اټک کنټ څخه پیل شوې او دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې په دومره لوی شمېر پوځیان له خپلو دندو استعفاوې کوي.

هغه وایي، دغه چاره  د پاکستان د امنیتي ادارو پر باور ډېره لویه ضربه ده.